د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش اعلان کړی، چې د دغه سازمان مرکزي اضطراري صندوق د ۱۹ هېوادونو له بېوزلو خلکو سره د مرستې په موخه ۲۵۰ ميلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. ګوتوریش ويلي چې اوس په ټوله نړۍ کې ۳۳۹ ميليونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه خلک د تېر کال په پرتله ۲۵سلنه زيات شوي. د راپور له مخې، دغه پيسي به په افغانستان، بورکينافاسو او هايتي په شمول ۸ هېوادونو کې د څه باندې ۲۰ميليونه خلکو د لوږې ستونزې د حلولو او د چاد، پاکستان او سوډان په شمول ۱۱ هېوادونو کې د بشري فعاليتونو د پياوړتيا په چارو کې ولګول شي تر څو د غلودانو د ناخونديتوب او د اقليمي بدلون له اوږد مهاله بحرانونو سره مقابله وکړي.
































