د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې ۷۴ سلنه افغان کورنۍ مناسبه سرپناه نه لري. اوچا په روان ژمي کې د اړمنو افغان کورنیو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اوس مهال ۵۶ سلنه افغان کورنۍ په نیمه زیانمنو سرپناوو او ۱۸ سلنه نورې کورنۍ په پوره زیانمنو شوو سرپناو کې ژوند کوي. د ملګرو ملتونو یادې ادارې ټینګار کړی چې یادې افغان کورنۍ د ژمي په موسم کې له ناروغیو او خطرونو څخه د ژغورنې په هدف بېړنیو سرپناه و، د تودوخې موادو او کالیو ته اړتیا لري. اوچا زیاته کړې چې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړۍ ربع د ژمې میاشتو کې اړمنو کورنیو د سرپناه برابرولو لپاره ۳۰.۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
































