د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د بلاول بوټو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د پاکستان وروستۍ ناامني نوې نه ده او پاکستان دې په نړۍوالو غونډو کې د شکایت پر ځای په دوهاړخیزو مسایلو کې مخامخ له افغان حکومت سره خبرې وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټوېټرپاڼه کې یوه اعلامیه خپره کړې او لیکلي دي، هغه څرګندونې له حقیقته لرې دي چې د بلاول بوټو په وینا ښايي ترهګرې ډلې له افغانستانه ترهګریز فعالیتونه وکړي او که نړۍواله ټولنه دې مسئلې ته جدي پام ونه کړي نو د پاکستان په څېر به نه یوازې د افغانستان نږدې ګاونډیانو ته ګواښ شي، بلکې لویدیځ ته به هم ګواښ وي؛ ځکه چې افغان حکومت لا تر اوسه منظم امنیتي ځواکونه نه لري. بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د پاکستان وروستۍ ناامني نوې نه ده، بلکې د تېرو شلو کلونو تسلسل دی، د افغانستان ا.ا ټینګه اراده لري چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.
































