د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، که د افغانستان سرپرست حکومت د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه کارولو ژمنه پوره کړي، د سیمې او نړیوالې ټولنې اوسنۍ ستونزې به په بشپړه توګه حل شي. زرداري زیاته کړې، هېڅ هېواد خپل ګاونډ ته د نړیوالو ځواکونو د راستنېدو لېوالتیا نهلري. نوموړي غوښتي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید له اسلاماباد سره همکاري وکړي، څو پاکستان هم ورسره همکاري وکړي. د هغه په باور، له زدهکړو د ښځو منع کول به سرپرست حکومت ته ګټه و نه رسوي.
































