د امریکا ولسمشر جو بایډن د اوکراین جگړې د یو کال پوره کېدو په درشل کې دې هېواد ته سفر کړی او پلازمېنې کیېف کې یې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي سره کتلي دي. بایډن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تېر کال کله چې پوتین پر اوکراین برید وکړ، فکر یې کاوه چې اوکراین یو کمزوری هیواد دی او غرب ویشل شوی خو د بایډن په وینا، پوتین په غلطه و. سپینې ماڼۍ ویلي چې بایډن به پر روسیې نور بندیزونه ولګوي او د اوکراین لپاره د توپچي مهماتو، زغره والو ضد سیسټمونو او د هوايي څارنې رادار په ګډون به پوځي ملاتړ اعلان کړي. اوکراین ته د امریکا ولسمشر جو بایډن د سفر سره هممهاله د دې هیواد په ټولو برخو د هوایي برید خبرداری ورکړل شوی دی.
































