د ترکیې هغه سیمې چې دوه اونۍ مخکې مرګونې زلزلې ځپلې وې، بیګا بیا زوروې زلزلې لړزولي دي. بیګانۍ زلزله چې په ځایي وخت ماخوستن اته بجې وشوه د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه څلور بلل شوې ده. دغې زلزلې د ترکیې انتاکیا سیمه لړزولې او په سوریه، مصر او لبنان کې يې هم ټکانونه حس شوي دي. اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي، د تېرې شپې په زلزله کې لږ تر لږه ۳ کسان مړه شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي دي. ترکیه او سوریه کې د دوه اونیو مخکې شوې زلزلې د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۷ زرو اوښتی دی.
































