د تخار ولایت د دشت قلعې ولسوالۍ د ای خانم بندر په صفري نقطه کې د امو سیند غاړو د تحکیماتو پروژه د اوبو او انرژي وزارت د مرستیال مجیب الرحمن او سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پيل شوه. د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې د دې پروژې د چارو پر چټکتیا او کیفیت ټینګار کړی او په یاد ولایت کې د امو سیند له اوبو څخه په زیانمنیدونکو ساحو کې د عملي چارو له پيله يې څخه ډاډ ورکړ. له دې مخکې د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې دامو سیند غاړو د تحکیماتو پروژې چارې د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پیل شوه.
































