کابل ښاروالۍ د نوي کال په رارسېدو سره نن په دې ښار کې د نيالګيو ايښودل پيل کړل، چې تر څو ورځو به دوام وکړي. د کابل ښاروال عبدالرشید بلوچ، چې ډېر شمېر کابل ښاريانو يې ملتيا کوله، نن د کابل ښار په وزیر اکبرخان تپه باندې په خپل لاس د نيالګي په ايښودلو سره دغه لړۍ پيل کړه. کابل ښاروالي وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې به شپږ لکه نیالګي د کابل ښار د ښکلا او غوره چاپیریال د رامنځته کولو په هدف په بیلابیلو سیمو کې کېنول شي. کابل ښاروالۍ له ښاريانو وغوښتل چې دنيالګيو په ساتنه او اوبه ورکولو کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي. کابل ښاروالۍ دغه راز له ښاریانو او ملي سوداګرو څخه هم غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې له دوی سره همکاري او مرسته وکړي. د دوی په خبره، چې د هېواد هر وګړی دا مسولیت لري، چې د نیالګیو په کینولو سره ښه چاپیریال رامنځته کړي.
































