کورنیو چارو وزارت د هېواد په اداري تشکېلاتو کې د ۲۷ نویو تاسیس شویو ولسوالیو د شاملېدو خبر ورکړی دی. باختر آژانس د کورنیو چارو وزارت د یوه مکتوب په اساس ویلي، چې یادې ولسوالۍ د هلمند، فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو کې تاسیس شوې دي. سرچینې زیاته کړې، چې یادې ولسوالۍ د یادو سیمو اوسېدونکو ته د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو د سختوالي له کبله د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا د اداري کمېسیون تر تایید وروسته د رییس الوزرا له لوري منظور شوې دي. په مکتوب کې د ریاست الوزرا اداري کمېسیون د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې د دغو ولسوالیو څلورخواوې مشخصې او مرکزونه يې د سیمې اوسېدونکو په مشوره مشخص کړي.
































