د رسنیو د راپورونو له مخې تېره شپه شاوخوا ۱۲نیمې بجې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې پر یوه کلي هوایي برید شوی دی. په پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د یادې ولسوالۍ د وزیر اباد کلي قومي مشر ایوب خان مومند رسنیو ته ویلي چې په وژل شوو کې دوه ماشومان او ددوی مور او پلار شامل دي. افغان حکومت تر اوسه د پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی. په دې وروستیو کې په هوایي بریدونو او جګړو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې چې د ملي او نړیوالو بنسټونو غبرګونونه یې پارولي دي.
































