د کورنیو چارو سرپرست وزیر د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي. نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، چې اقتصادي بندیزونو او بانکي محدودیتونو افغان ولس زیانمن کړی او دغه بندیزونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي. نوموړي زیاته کړې، چې یوازې خبرې او تفاهم ستونزې حل کولی شي. د حقاني په وینا، ستونزې کمې نه دي، خو له مشرتابه تر سرتېري ټول لګیا دي، چې امنیت تامین او افغانستان اباد کړي او له سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې وساتي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې که نړیواله ټولنه په ښه نیت رامخته شي، د بې باورۍ اوسنۍ فضا به بدله او د تفاهم لاره به غوره شي. په دې لیدنه کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو او نورو ننګونو د حل هېله څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په دې برخه کې به له افغانستان سره هر راز مرسته وکړي.
































