ملګري ملتونه وایي، پر اوکراین د روسیې د تېر کال د یرغل له پیل راهیسې په دې هېواد کې له ۲۱ زره زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک ویلي چې ۸ زره او ۶ تنه وژل شوي او ۱۳ زره او ۲۷۸ کسان ټپیان شوي دي. هغه ویلي چې اکثره مرګ ژوبله نویو ځوانانو او ډېرو زړو ته رسېدلې او محتاطانه یې ویلي چې ښایي دا د ټولې مرګ ژوبلې یوه کوچنۍ برخه وي. ترک زیاته کړه چې د دغې جګړې له امله شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
































