د امریکا ددفاع وزارت وایي چې د اړتیا په صورت کې به ملي ګارد له پولیسو سره د ښار په نظم کې مرسته کوي. د امریکا د کورنیو چارو وزارت وایي چې لا هم د لاریونونو او په لاریونونو کې د تاوتریخوالي خطر شته دی چې د کابو کولو لپاره یې باید دفاع وزارت مرسته ورسره وکړي. اوس تازه پنټاګون ویلي چې د اړتیا په صورت کې به د ملي ګارد څلور سوه غړي په واشنګټن کې د پولیسو همکاري کوي او د ښار په نظم کې به مرسته کوي. تر دې وړاندې پنټاګون په دې اړه د ټرمپ غوښتنه نه وه منلې او په خبره یې امریکا کې لاریون دې کچې ته نه دی رسېدلی چې د ملي ګارد مداخلې ته اړتیا پېښه شي.
































