د تورخم دروازه له څو ورځو تړل کېدو وروسته، نن سهار نهه بجې د ټولو مسافرو او موټرو پر مخ بېرته پرانيستل شوه. په تېرو څلورو ورځو کې چې دغه دروازه تړلې وه، دواړه لورو ته په زرګونو مسافر او موټر بند پاتې وو. د تورخم دروازه وروسته له هغې بېرته پرانيستل کېږي چې، پرون د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي کابل ته په سفر کې د سرپرست حکومت له لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو اړوند مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
































