امریکا وایي په پاکستان کې لا هم د هغو ترهګرو ډلو امن مرکزونه موجود دي چې په هند او افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي. د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې پاکستان د ترهګرو پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه دی کړی. د سرچینې په خبره لا هم د پاکستان سرحدي سیمې د ترهګرو ځالې دي، امن مرکزونه لري، جګړې کوي، په مدرسو کې یې افراطیت تدریس کېږي، د ترهګرو ملاتړ کوي، د ترهګرو په ځپلو کې یې اقدام نه دی کړی او لا هم وسله وال طالبان د پاکستان له پوره ملاتړ برخمن دي. په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان او هند کې د ترهګرو ډېری بریدونه او فعالیتونه له پاکستان تنظمېږي او باید ددې کړنو پر وړاندې جدي اقدام وشي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي لشکر طیبه او جیش محمد هم د پاکستان له ملاتړه برخمنې ډلې دي چې په پاکستان کې یې مرکزونه امن دي. امریکا یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی چې له خپلو ورانکاره فعالیتونو لاس په سر شي او په سیمه کې د امنیت او ثبات په راوستو کې همکاري وکړي.
































