د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال د افغانستان د زعفرانو حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېږي، چې ۹۰ سلنه یې له هرات ولایت څخه ترلاسه شوي دي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې په راتلونکي کال کې به زعفران په ۱۵ ولایتونو کې په ازمایښتي او پر ۲۰۰ جریبه ځمکه کې وکرل شي. په همدې حال کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت افغان زعفران بهر ته صادر شوي دي. بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د افغانستان د زعفرانو بیه د نړۍ په بازارونو کې لوړه شوې ده خو د هوايي دهلېزونو له لارې د الوتنو نشتوالی د سوداګرو پر وړاندې له لویو ننګونو څخه دی. د کرنې او اوبو لګولو وزارت د شمېرو پر بنسټ، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې اته زره هکتاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې ده، چې هرات ولایت د زعفرانو په تولید کې لومړی ځای لري او په دغه ولایت کې تولید شوي زعفران په نړیوالو بازارونو کې ډېر پېرېدونکي لري.
































