د ترهګرۍ پر ضد د امریکا د حکومت په یو نوي راپور کې راغلي، چې د داعش او القاعده په څېر ترهګریزو ډلو پر وړاندې له سترو بریاوو سره سره په نړۍ کې د دغو ډلو د خپرېدو مخنیوی ندی شوی. راپور کاږي، د داعش د مشر ابوبکر البغدادي او د القاعده شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن له وژلو سره سره د دې ډلو له لوري نړۍ ته متوجه ګواښونه نه دي کم شوي. د یادونې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون خبریالانو ته ویلي چې دې ادارې هغه ترهګریز ګواښونه له منځه وړي دي چې نورو ادارو ورته ارزښت نه ورکاوه او په خبره یې، دوی به د نړۍ په هر ګوټ کې د ترهګرو ډلو پر ضد خپل فشارونه دوامداره وساتي.
































