د نيمروز ولايت د کډوالو چارو رياست د ورېښمو پله له لارې هېواد ته د ۳۷ زره افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي او وايي چې تر دې مهاله د ۵۵ تنو مړي هم له ايران څخه هېواد ته راوړل شوي دي. د نيمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس صديق الله نصرت وايي چې د روان کال له لومړۍ څخه تر ٣٠مې نېټې پورې د نيمروز ولايت د ورېښمو پله له لارې ٣٧ زره ١٩٣ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د هغه په وينا، د کډوالۍ د نړيوال سازمان له خوا د دغه رياست په همغږۍ له ٣٤٤٣ ډېرو اړمنو کسانو سره د نغدو پيسو او خوراکي توکو مرسته شوې ده. سرچينې د جزياتو له ورکولو پرته ویلي چې په تېره يوه مياشت کې د ۵۵ کسانو جسدونه هم هېواد ته راوړل شوي دي.
































