د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د تورخم دروازې د بندېدو له کبله افغان سوداګرو ته د ورځې تر لس میلیونه افغان تاوان رسیږي. د دې خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، سوداګر هیلهمن دي چې، د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شي. هغه اندېښنه ښيي چې، د اوسنۍ وضعيت دوام به نه یوازې سوداګر بلکې پر خلکو هم مستقیم اغېز وکړي او بیې به لوړې لاړې شي. د تورخم دروازه د ا.ا ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر نښتو وروسته شاوخوا پنځه ورځې مخکې تړل شوې او پرون که څه هم افغان لوري پرانیستې وه خو د پاکستان لوري بېرته وتړل شوه.
































