بهرنیو چارو وزارت وايي، چې بلغاریا کې د وروستۍ پېښې له امله د ١٨ تنه مړو شویو افغانانو د جسدونو د لېږد په اړه په دې هیواد کې افغان سفارت ته دنده سپارل شوې، چې د عدلي طب د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته دې هېواد ته د لېږد په تړاو پر وخت همغږي ترسره شي. یاد وزارت زیاتوي، چې ا.ا د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره د جنازو د لېږد زمينه برابروي او د لېږد د چارې اسانتیا لپاره ځانګړې الوتکه هم په پام کې نیول شوې ده. د یاد وزارت په وینا؛ تر اوسه د ۱۷ هېوادوالو هویت تشخیص شوی او د یوه د پېژندنې په اړه څېړنې روانې دي، چې د هويت د تثبيت چارو له بشپړیدو وروسته به هېواد ته را انتقال شي. د یادولو وړ ده، چې تېره اونۍ د بلغاریا پولیسو په یوه لارۍ موټر کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغان کډوالو مړي موندلي وو.
































