د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، هڅه کوي چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په پراخولو سره د هېواد صادرات زیات کړي. د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د روان کال په پیل کې د هېواد صادرات یو میلیارد او شپږ سوه میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې د کال تر پایه به دغه رقم نور هم زیات شي. د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده وايي، چې تر ټولو ډېر صادرات یې پاکستان، هند، ایران، چین او روسيې ته دي. اخندزاده زیاته کړې چې تر ټولو ډېر صادر شوي توکي سکاره، جوار، پنبه او ممیز وو. له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د صادراتو زیاتوالی سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو پورې اړه لري، خو بیا هم د صادراتو اندازه به دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
































