د لندن ښاروال صادق خان په دغه ښار کې د افغان او اوکرایني پناه غوښتونکو لپاره د استوګنې د ۶۰۰ کورونو د جوړولو خبر ورکړ. راپورونه وايي، دغه پروګرام به د ۲۰۲۴م کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې دوام کوي. صادق خان پرون ویلي، چې د پناه غوښتونکو د کورونو پروګرام د افغانانو او اوکراینیانو لپاره دي چې د بحرانونو له کبله له خپلو هېوادونو وتلي او اوس په لندن کې اوسي. د لندن ښاروال ټینګار کړی چې زیات پناه غوښتونکي په داسې لنډمهاله کورونو کې اوسي چې د استفادې وړ نه دي. د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې درې اونۍ مخکې راپور ورکړی و چې دا مهال په بریتانیا کې شاوخوا ۹۰۰۰ افغانان له خپل هېواده تر لېږدولو ۱۸ میاشتې وروسته هم په لنډمهاله کورونو کې شپې ورځې سبا کوي.
































