د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس نور محمد حنیف د تورخم کمیسار له قوله وایي، نن د سهار له شپږو بجو د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره په بشپړ ډول پرانیستل شوې ده. دغه دروازه پرون په محدود ډول پرانیستل شوې وه. ا.ا د تیرې یکشنبې په ورځ د پاکستان لخوا د ژمنو نه عملي کېدو له امله د تورخم دروازه د پنځو ورځو لپاره بنده کړې وه. ا.ا ویلي و چې پاکستان افغان ناروغانو او پایوازانو ته د تګ راتګ اجازې په ورکولو کې په خپلو ژمنو وفا نه وه کړې او له همدې کبله یې دا دروازه تړلې وه. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وايي، چې ددغې سرحدي لارې بندیدو له امله د دواړو هیوادونو سوداګرو ته ډېر مالي زیان رسیدلی دی.
































