ولسمشر غني د ټیډ په نامه له یو امریکایي بنسټ سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان د افغان ټولنې یوه برخه ده او دا ډله باید ومني چې د افغانانو له غوښتنې پرته هیڅ نشي کولی او ټولې ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي. نوموړي زیاته کړې، که څه هم د هېواد په کچه پراخ تاوتریخوالی کم شوی دی خو د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شوې ده. ولسمشر غني زیاته کړې، هره ورځ د افغان نظامیانو د مړینې کچه په منځني ډول ۳۵ او د ټپیانو شمېر ۷۰ ته رسېږي. د هغه په وینا، د طالب بندیانو او حکومتي اسیرانو د خوشې کولو بهیر دوام لري او په خبره یې د افغانستان وضعیت ته په کتو له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره زمینه برابرېدلی شي او دا به افغانستان د افغانانو په مالکیت د سولې مذاکراتو په لور بوځي.
































