وروسته تر هغه چې د پاکستان اقتصادي کارپوهانو د دغه هېواد اقتصادي ثبات لپاره له افغانستان سره اقتصادي اړیکې اړینې وبللې ددغه هېواد د پارلمان رییس اسد قیصر ویلي، چې د افغانستان او پاکستان اقتصادي ثبات لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ باثباته اړیکې یوه مهمه اړتیا ده. نوموړي د افغانستان لپاره د تازه ټاکل شوي استازي صادق خان سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې باید له افغانستان سره اړیکو ته لومړیتوب ورکړي. په ورته وخت کې صادق خان ویلي چې له افغانستان سره د نږدې همکاریو بیا جوړونه د پاکستان د بهرني سیاست ستره برخه ده. نوموړي افغانستان د مرکزي اسیا د دروازې په توګه یاد کړی دی او په خبره یې، یو سوله ییز افغانستان د پاکستان په ګټه هم دی او دوی به له دغه هېواد سره په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
































