د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره کتلي دي. دواړه لورو په ترکیه کې د مېشتو افغانانو پر ستونزو خبرې کړي او افغانانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه شوې ده. په دغه لیدنه کې د کډوالو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې د کډوالو موضوع باید له سیاسته جلا شي او افغانانو ته د ویزې اسانتیا رامنځته او د غیر قانوني تګ مخه دې ونیول شي. دغه راز د ترکیې سفیر ویلي، هېواد یې په ځینو برخو کې افغانانو ته ویزو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او له زلزله ځپلو افغانانو يې غوښتي، چې که غواړي خپل مړي افغانستان ته انتقال کړي؛ دوی ورته زمینه برابروي.
































