د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین ویلي، چین له امریکا غوښتي، چې له ځند پرته دې د افغانستان بانک شتمني بېرته وروسپاري. وانګ ون بین یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه د ۳.۵ میلیارد ډالرو د بېلولو په اړه د امریکا د یوه قاضي د حکم په غبرګون کې ویلي، چې امریکا باید سمدستي د افغانستان بانک شتمنۍ بېرته ورکړي. تېره اونۍ امریکایي محکمې ویلي د افغانستان بانک شتمني د سپټمبر ۱۱مې قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي.
































