د ایټالیا د کالابریا په ختیځ ساحل کې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۳۳ کسان مړه شوي دي. ایټالوي رسنیو ویلي چې په ډوبه شوې کښتۍ کې څه باندې ۱۰۰ تنه پناه غوښتونکي وو. پولیسو له دې ډلې ۵۰کسان ژغورلي. تر دې دمه د لږ تر لږه ۳۳ کسانو مړینه تایید شوې. د ۲۷ کسانو مړي اوبو د کروتون ولایت د ستیکاتو سیمې سره د ساحل غاړې ته را ایستلي او پولیسو انتقال کړي. د ایټالیا د بېړنیو پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې په مړو کې څو ماشومان هم شامل دي. د راپورونو له مخې دا پناه غوښتونکي د افغانستان، ایران او پاکستان اتباع وو. د دوی کښتۍ پرون سهار وختي د خرابې هوا له کبله له ډبرې سره لګېدلې او ډوبه شوې وه.
































