لسګونو افغان پناه غوښتونکو پرون د پاکستان په پلازمېنې اسلاماباد کې، په امریکا کې د مېشتېدو پروګرام د ځنډېدو په وړاندې لاریون وکړ. دوی له څه باندې یوه کال راهیسې په پاکستان کې دې ته منتظر دي چې، د امریکا د مهاجرت د ځانګړې پروګرام لهمخې په امریکا کې د مېشتېدو مستحق وګڼل شي او هغه هېواد ته ولېږدول شي. د امریکا د مهاجرت دغه ځانګړی پروګرام د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو په ګډون د هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې، ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې دی. د راپور له مخې په امریکا کې د دغو افغانانو د مېشتېدو په اړه ځنډ دوی په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي. ډېری دغه افغانان وايي، اقتصادي ستونزې لري، روغتیایي خدمتونو، زدهکړې او ډېرو نورو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
































