د خیبر پښتونخوا په لکي مروت او دیره اسماعيل خان سیمو کې تېره شپه پر پوليسو بمي چاودنه او وسلهوال برید شوی چې پکې شپږ پوليس ټپیان شوي دي. د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د خیبر پښتونخوا لکي مروت ضلعې پوليسو ورته ويلي چې تېر ماښام د لکي تاڼې پولیسو پر یوه موټر چې ګزمه یې کوله د پخواني رېلوې سټېشن سره د ماين چاودنه شوې ده. سرچینې لیکلي، په دې چاودنه کې د یوه قوماندان په ګډون څلور پولیس ټپیان شوي دي. دغه راز سرچینې زیاته کړې چې بل بريد د شپې ناوخته په دیره اسماعیل خان کې د کولاچي پوليس سټېشن پر یوې پوستې شوی چې پکې دوه پوليس ټپیان شوي دي. د سرچینې د څرګندونو له مخې، د پاکستاني ط البانو تحریک د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او د څلورو پوليسو د مرګژوبلې دعوه یې هم کړې ده.
































