د روان کال په وروستیو پنځو میاشتو کې په لوګر کې ۸ سوه نوي ښوونکي استخدام شوي دي. دلوګر دپوهنې رياست وياند شاه پور عرب وايي چې په دغو ښوونکو کې ٦٦٦ تنه نارينه او ١٣٤ تنه ښځې دي چې د سيالۍ په ازموينه کې له برياليتوب وروسته ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې دښوونکو په توګه په رسمي توګه په دندو وګومارل شول او خپلې دندې یې پیل کړې. عرب زياته کړه، چې د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم به د څلور سوه نورو برياليو ښوونکو د ګومارلو لړۍ هم پيل شي. د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په لوګر کې د مرستندويه موسسو له خوا په جوړو شويو سيمه ييزو مدرسو او د سواد زده کړې په کورسونو کې څه باندې زر تنه په کار بوخت دي.
































