د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک ویلي چې هېواد یې لاهم له اړمنو افغانانو سره مرستو ته پوره چمتوالی لري. نوموړې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۲مه غونډه کې ویلي چې دوی له هغو افغانانو سره د مرستو ډاډ څرګندوي چې لاهم خوړو او درملو ته اړتیا لري. بایربوک په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د مېرمنو پر کار بندیز ته په اشارې سره ویلي چې دا له بشري حقونو تر ټولو سختې سرغړونې دي. هغې زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د مېرمنو د بشري حقونو د نقض شاهدان دي او د اوسني حکومت دا ډول کړنې به ناوړه پایلې ولري.
































