تر فراه وروسته نن په اسلام کلا کې ۹ ټانکره بې کیفیته تیل بېرته ایران ته ګرځول شوي دي. د سټنډرډ ملي ادارې پرون د فراه له ابو نصر فراهي بندره ۲۴ ټانکره بې کیفیته تیل ایران ته ګرځولي وو. یادې ادراې ویلي، چې هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې بې کيفيته توکي هېواد ته وارد کړي. دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم له ایران د بې کيفيته تېلو ټانکرونه مسترد شوي دي.
































