د کابل په علي جناح روغتون کې د بستري کرونا ناروغانو د کورنیو غړي وایي چې دا روغتون هم د اکسیجن له کموالي سره مخ دی. دوی حکومت د کرونا ویروس ناروغانو ته د رسیدګي برخه کې په بې پروایي تورن کړی دی او ویلي یې دي چې له همدې امله ګڼو ناروغانو خپل ژوند بایللی دی. د دوی په خبره، کابل کې د علي جناح په نامه روغتون چې د کرونا ویروس ناروغانو ته ځانګړی شوی دی ناروغ لرونکي پکې د اکسیجن د یوې ډبې پر سر یو بل تر ګریوانونو نیسي. دا لومړی ځل ندی چې خلک، د کرونا ویروس ناروغانو ته د حکومت له نه پاملرنې سر ټکوي، بلکې تر دې وړاندې هم د کابل په ګڼو روغتونونو کې خلکو ورته شکایتونه کړي او حکومتي چارواکي یې له کرونا وبا سره د مبارزې په موخه د راغلو مرستو او پیسو په چور کولو تورن کړي دي.
































