د عرب پارلمان اتحادیې مشر عاطف الطراونه وایي، فلسطین د عرب هېوادونو لپاره مهمه مسئله وه او وي به. نوموړي زیاته کړې چې دوی به دا هېواد هیڅکله اشغالګرو ته یوازې پرېنږدي. هغه ویلي، فلسطین هغه هېواد دی چې له ډېرې مودې راهیسي د اسراییل له لوري له ستونزو او ګړاوونو سره لاس او ګریوان دی. عطف د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې اسراییل باید د فلسطین د لویديځې غاړې الحاق په اړه غور وکړي ځکه چې په خبره یې، دا چاره به د اسراییل لپاره بدې پایلې ولري. نوموړي دغه راز د عرب هېوادونو د پارلمان پر رییسانو غږ کړی دی چې پر خپلو حکومتونو فشار راوړي څو د دې ننګونکې طرحې پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي.
































