د کابل ښار د لوېديځو سيمو اوسېدونکي وايي، چې د اوبو له کمښت سره مخ دي او اړ دي، چې هره ورځ د څښاک اوبه په پیسو واخلي. د کابل د يو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي هم وايي، چې د اوبو دولتي نلونه نه لري او د خصوصي شرکتونو اوبه هم منظمې نه دي او د ورځې يوازې څو ساعته اوبه لري. دوی وایي، چې هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی د ځان لپاره ژورې څاګانې وهي، خو ډېری خلک بیا ددې توان نه لري. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د انرژۍ او اوبو وزارت او د اوبو رسولو ریاست له هېوادوالو غوښتي وو، چې په هېواد کې د اوبو د کمښت د بحران د مخنیوي په موخه د خپلسرو ژورو څاګانو له کیندلو ډډه وکړي.
































