په ملګرو ملتونو کې د چيني پلاوي لنډ مهاله شارژدافير دای بينګ په امنيت شورا کې د سوريې د سياسي او بشري چارو يوې غونډې ته وينا کړې او پر لوېديځو هېوادونو يې غږ کړی، چې په سوريې کې دې بشري ناورينونه نه زیاتوي او سمدستي دې پر دغه هېواد ټول لګېدلي غير قانوني يواړخيز بنديزونه لېرې کړي. دای بينګ ويلي، چې پر سوریې د لوېديځو هيوادونو اوږمهالو غير قانوني يواړخيزو بنديزونو د دغه هېواد اقتصاد مخ په ځوړ کړی او خلک يې کړاوونه او سختۍ تجربه کوي. نوموړي ويلي، چې د سوریې زلزله ځپلي وګړي په سړه هوا کې بې کوره شوي او په دغه هېواد کې د زلزلې له امله د کولرا ناروغۍ د خپرېدو وېره خپره شوې ده او د لوېديځو هېوادونو روان بنديزونه به دغه هېواد کې بشري ناورين نور هم زیات کړي.
































