د افغانستان سرپرست حکومت په کابل او کندهار کې له خپلو چارواکو سره د اروپايي ټولنې د یوه جګپوړي پلاوي د ناستې خبر ورکوي. د خپرو شویو اعلامیو له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن او د اروپايي پلاوي مشرې رافیلا ایودیس د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان متقي سره کتلي دي. متقي له یاد پلاوي سره په خبرو کې ویلي، چې اروپايي هېوادونه کولای شي په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانېزي او د امنیت ډاډ یې ور کړی دی. په ورته وخت کې د کندهار ولایت د والي له دفتر په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې توماس نیکولسن او رفیلا ایوډیس کندهار ته تللي او هلته یې د والي له مرستیال مولوي حیات الله مبارک او یو شمېر نورو چارواکو سره کتلي دي. مبارک له دواړو اروپايي چارواکو غوښتي، چې د روغتیا په برخه کې همکاري وکړي او دغه راز له بزګرانو سره د کوکنارو د کښت په بدیل او د اوبو او برېښنا د بندونو په جوړولو کې مرسته کړي.
































