د ايټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني، د اروپايي ټولنې له مشرانو غوښتي چې اروپا ته پر ناقانونه لارو د کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره کلک ګامونه پورته کړي. مېرمن مېلوني دا څرګندونې د همدغسې کډوالو د یوې بېړۍ د ډوبېدو له پېښې وروسته کړې، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې لسګونه کسان مړه شول. ډېری پکې افغانان وو، چې ویل کېږي، اتیا تنو پکې ژوند بایللی، خو ايټالیايي چارواکي وايي، چې تر اوسه د ۶۷ کډوالو مړي موندل شوي دي. په دې بېړۍ کې د پاکستان، ایران او سومالیا وګړي هم شامل وو. ویل کېږي دې کډوالو هڅه کوله اروپا ته له غیر قانوني لارې ځانونه ورسوي. د کورنیو چارو وزارت ویلي دوی ته رسېدلي معلومات ښيي چې پېښه کې اتیا تنه افغانان وژل شوي د،. خو ایټالوي چارواکي بیا یوازې د ۶۷ مړو موندل کېدل تائیدوي چې په وینا یې په یوه ورزشي تالار کې اېښوول شوي دي. له دې پېښې ۸۴ کسان ژوندي وتلي دي. چارواکي وايي، تر اوسه یې په دې تړاو درې قاچاقبر نیولي چې یو ترک او دوه نور پاکستانیان دي. اوس لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني پر اروپايي ټولنې غږ کړی چې اروپا ته د غیر قانوني کډوالو راتګ بشپړ مخنیوي لپاره باید نوي سخت تدبیرونه ونیسي.
































