اروپایي ټولنې او اروپایي پارلمان له خپلو کارکوونکو غوښتي، چې په خپلو موبايلونو کې ټيکټاک انسټال نه کړي او یې نه کاروي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ بیا په یوې خبري ناستې ته ويلي، چې اروپايي ټولنه په نړۍ کې د بیان د ازادۍ ادعا لري، خو په دې وروستيو کې په خپله پرله پسې محدودیتونه وضع کوي او د نورو هېوادونو پر شرکتونو باندې له غیر قانوني لارو فشار اچوي. نوموړې ويلي، چې د اروپايي ټولنې دغه کړنه به د بیان پر ازادۍ او سوداګريز چاپېريال د نړیوالې ټولنې باور کمزوری کړي. ماو نينګ له اروپايي ټولنې غوښتي، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي، د بیان ازادي دې په خبرو کې نه، بلکې په عمل کې ثابته کړي.
































