د ټولګټو وزارت وایي چې د هېواد د لویو لارو په اوږدو کې د لنډمهاله تمځایونو د جوړولو طرحه یې چمتو کړې او له اړوندو شرکتونو او اشخاصو يې غوښتي چې پر لویو لاره نصب کړې لوحې لرې کړي. د لویو لارو د خط اچونې، د ترافیکي لوحو د نصب او د غیر ضروري لوحو د لرې کولو په اړه د ټولګټو وزارت په یوه خبرتیا کې ویلي چې دا پرېکړه د کابینې په غونډه کې شوې ده. سرچینې زیاته کړې، د دې پرېکړې له مخې، د جوړې شوې طرحې د تطبیق په موخه؛ د ترافیکو ریاست په همکارۍ د هېواد په ٢٨ ولایتونو کې د ترافیکي نښو او لوحو نصب، د غیر ضروري لوحو ټولول، د مقعرو او محدبو هیندارو د نصبولو په موخه د مقدماتي سروې چارې بشپړې کړې او په څلورو نورو ولایتونو کې لا هم دوام لري.
































