د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت لخوا د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندېز سره له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو دروازه بنده کړه. نوموړي دا څرګندونې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته په یوه وېډیویي وینا کې کړې دي. هغه په یو شمېر هېوادونو کې له بشري حقونو څخه سرغړونو ته په اشارې سره په ځانګړې توګه د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم بندیز وغانده. بلېنکن زیاته کړې، دافغانستان سرپرست حکومت چې افغانې ښځې په غیر دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي دا یوه بله لاره ده چې دوی له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو جوړېدو لپاره ځان ته بنده کړه. د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د بلینکن تازه څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی، خو د ریاست الوزارء مرستیال ددوحې تړون درییمې کلیزې په مناسبت غونډه کې وویل چې له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي.
































