د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو ۴ ورځو کې له ایران څخه نږدې ۱۱ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. ایران په وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی خو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو وزارت په خبرپاڼه کې دې ته اشاره نهده شوې چې، دا کډوال په خپله خوښه او که په زوره افغانستان ته راګرځول شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ۱۰ زره ۷۰۶ تنه افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي، د هرات د اسلام کلا او د نیمروز د ورېښم پله له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د مالوماتو پر اساس، په تېرو ۶ میاشتو کې ۲۷۰ زره افغانان په خپله خوښه یا هم په جبري ډول له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.
































