د افغانستان د رسنیو او ژورنالېستانو بنسټونو فدراسیون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې سږ کال د تېر کال په پرتله د رسنیو او خبر یالانو اړوند پېښو کې ۱۴ سلنه کموالی راغلی، دغه راز د رسنیو ځينو کارکوونکو له مسوولو بنسټونو غوښتي چې په رسنیزو چارو کې د غیرمسوولو کسانو د مداخلې مخه دې ونیول شي. یاد فدراسیون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د ځینو حکومتي مسوولینو، د رسنیو مدیرانو او خبریالانو په حضور کې ناسته وکړه. د افغانستان د رسنیو او خبریالانو بنسټونو د مشرتابه غړي وویل، د رسنیو وضعیت د سرپرست حکومت له لومړیو ورځو ښه شوی او اوس د دې وخت رارسېدلی چې د رسنیو د لاښه پیاوړتیا او کیفیت لپاره کار وشي.
































