د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په لیدنې کې ویلي چې امریکا به هر څومره وخت چې نیسي د روسیې د یرغل په مقابل کې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بلېنکن دا څرګندونې په هند کې د شلو سترو صنعتي هیوادونو د جګپوړو چارواکو د عمومي غونډې په یوې فرعي لیدنې کې کړې دي. بلېنکن خپل روسي سیال ته دا هم ویلي چې په اوکراین کې جکړه په کار ده چې د ملګرو ملتونو د منشور سره سمه پای ته ورسیږي چې د هیوادونو خودمختارۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته پکې درناوی شوی. د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د روسیې څخه وغوښتل چې د اتومي وسلو د قرارداد څخه د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین د وتلو پریکړه دې بدله کړي.
































