امریکايي رسنیو راپورونه ورکړي چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه راتلونکې اونۍ له افغانستانه د امریکا ځواکونو د وتلو بهیر د څېړنو په اړه لومړنۍ ناسته کوي. د راپورونو له مخې، یادې کمېټې د مارچ په اتمه هغو دوو ډلو ته د سپیناوي په اړه بلنه ورکړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې یې د تخلیې پر مهال ځانګړې الوتنې کړې وې. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په اړه څېړنې د دې جرګې د یوه غړي مایکل مککول په مشرۍ پیلېږي. د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې رييس د سږ کال په جنورۍ کې وویل، د خپل هېواد له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن څخه یې په یوه لیک کې غوښتي چې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره له خبرو رانیولې تر استخباراتي ارزونو پورې د ټولو ریکارډ یا کاپي ورولېږي.
































