د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ويتنام د دولت رئيس د ټاکل کېدو په پار وو وان تونګ ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې چين او ويتنام ښه دوست ګاونډي هېوادونه بللي او ويلي يې دي، چې هغه د دواړو هېوادونو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او له ويتنامي سیال وو وان تونګ سره به يو ځای هڅې وکړي، چې د دواړو هيوادونو خپلمنځي اړيکې نوي پړاو ته پورته کړي.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې هغه به له وو وان تونګ سره يو ځای د دواړو هيوادونو اړيکو ته پرمختګ ورکړي او د چين او ويتنام د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به هڅې وکړي.































