طالبان وایي، چې پرون یې د حکومت ۲۰ تنه بندیان په هلمند ولایت کې خوشې کړي دي. قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېترپاڼه لیکلي چې په دغو شلو کسانو کې د ملي اردو او پولیسو منسوبین شامل دي. شاهین ویلي، چې دغه کسانو سره یې خپلې مرستې کړي او خپلو کورونو ته ولاړل. تېر کال د کب په میاشت کې قطر کې د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو د استازو تر منځ د سولې هوکړه وشوه. ټاکل شوې د دغې هوکړې له مخې، حکومت پنځه زره طالب بندیان او طالبان زر تنه د دولت بندیان خوشي کړي او ورسره د سولې بین الافغانی خبرې هم پیل شي. د راپورونو له مخې، د افغانستان حکومت تر اوسه د طالبانو شاوخوا ۳۱۰۰ بندیان خوشې کړي او طالبانو هم له تازه خوشې شویو کسانو سره شاوخوا ۵۷۰ بندیان خوشې کړي او دا لړۍ روانه ده.
































