د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره په روان چلند له پاکستاني حکومت سره خبرې کوي. د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د نامناسبې رویې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، امریکا په دې اړه له پاکستاني لوري سره په منظم ډول د خبرو په حال کې ده. پرایس له ټولو هېوادونو غوښتي چې له افغانانو سره د کډوالۍ د نړیوالو اصولو پر بنسټ مناسب چلند وکړي او دوی که هر ځای وي، د ځورولو او شکنجې یې باید لاس واخیستل شي. دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د پاکستان په زندانونو کې سلګونه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې شته، بندیان دي.
































