د پیسو نړیوال صندوق د اټګل له مخې ۲۰۲۰کال به د اقتصاد له پلوه ډېری هېوادونو ته سخت کال وي. په راپور کې ویل شوي، چې په امریکا کې به د کورنیو تولیداتو کچه اته سلنه کمه شي او په ۱۹ نور هغه هېوادونه چې یورو پکې کارول کېږي اقتصادي وده به یې ۱۰،۷سلنه راکمه شي. روسیه او سعودي عربستان چې د نړۍ په کچه د تېلو لوی تولیدوونکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي له اقتصادي زیان سره به مخ شي او په دغو هېوادونو کې به اقتصادي وده په ترتیب سره ۶،۶ او ۶،۸سلنه پورې را ښکته شي. هندوستان به په دغه کال کې له اقتصادي پلوه ډېر شاتګ وکړي او ددغه هېواد اقتصادي وده ۴،۵سلنه اټکل شوې ده. ددې ادارې په راپور کې ویل شوي چې ډېری هېوادونه به له اقتصادي پلوه زیان سره مخ شي. باید یاده شي چې په ټوله نړۍ کې د اقتصادي بحران رامنځته کېدل د کرونا ناروغۍ له کبله دي او د اټکل له مخې که چېرې د کرونا ناروغۍ دوهمه څپه را نه شي نو د نړۍ اقتصادي وده به ۲۰۲۱کال کې ۵،۴ سلنه شي.
































